د کوچني اختر په مناسبت شاوخوا ۲۵۰۰ بندیان خوشي شوي
د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی، چې د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم او د سترې محکمې د قاضي القضات د هدایت په اساس د ۵۶۱۵ تنه زندانیانو د بند موده کمه او یا له زندانونو ازاد شول.
یادې ادارې ویلي، چې د یادو زندانیانو له ډلې د عفوې مستحق ۲۴۶۳ بندیان د هېواد له زندانونو ازاد او د ۳۱۵۲ نورو بندیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی.
سترې محکمې ویلي، په دې اړه طرز العمل د قضایي تفتیش د رئیس په مشرۍ، د زندانونو چارو د سمون ادارې، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست څخه د یو جوړ پلاوي له لوري د ا.ا مشرتابه مقام ته وړاندې شوی.