د بلخ والي په یوه رسمي سفر ازبکستان ته تللی

د بلخ والي په یوه رسمي سفر ازبکستان ته تللی افغانستان
ازبکستان ته دبلخ والي رسمي سفر

د بلخ ولایت رسنیز دفتر ویلي، د بلخ والي محمدیوسف وفا د د ملي او نظامي یوه لوړي پوړي پلاوی په مشرۍ له ازبکستاني چارواکو سره د لیدنې کتنې لپاره ازبکستان ته سفر کړی.

د بلخ ولایت چارواکو د دې سفر موخه سوداګرۍ، اقتصادي پیاوړتیا او د دواړه هېوادونو ترمنځ په پوله د امنیت برخو کې د دوه اخیزو همکاریو پیاوړتیا بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ټولپوښتنه ښيي چې روان کال کې د افغانستان او ازبکستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

تړلي موضوعات