د اوبو او انرژۍ وزارت: تېر کال د اوبو مدیریت او برېښنا تولید ۱۳۵ مهمې پروژې پلي شوې
د اوبو او انرژی وزارت خبر ورکوي، چې د تېر کال پر مهال د اوبو د مدیریت او د برېښنا د تولید په برخه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۳۵ پروژې پلي شوې دي.
وزارت ویلي، د کابل د شاه او عروس بند، د زابل عمري بند، د لوګر سرخاب بند او د نیمروز ولایت د کمال خان بند درېیم فاز جوړولو چارې هم په دې پروژو کې شاملې دي، چې د هېواد د اوبو په مدیریت کې به مهم رول ولوبوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال په ټول هېواد کې د ۱۲ نورو پروژو کار هم روان دی او تمه کیږي په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت توانېدلی، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د اسلامي امارت د پرمختیایي بودیجې په مرسته په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳۰ کوچني بندونه (چک ډېمونه) جوړ کړي او د برېښنا د تولید پر پروژو یې هم کار پیل کړی دی.
تېر کال کې په کابل کې د یوه خصوصي شرکت له پانګونې سره د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه شوه چې د کابل او ننګرهار په ولایتونو کې ۱۰ زره کورونه ترې ګټه اخلي.
دا هم ویل شوي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت او له داخلي سرچینو د برېښنا تولید ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې کارپوهان یې د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا او د کرنې د ودې لپاره ګټور ګڼي.