اسلامي امارت د هېوادوالو اقتصادي پرمختګ خپل مسولیت بولي

اسلامي امارت د هېوادوالو اقتصادي  پرمختګ خپل مسولیت بولي افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د ا.ا.ا مشرتابه د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت اختریز پیغام کې ویلي، اسلامي امارت د نورو پرمختګونو ترڅنګ د هېواد ابادۍ او د افغانانو اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د شریعت مطابق هڅه کوي.

پیغام کې راغلي، د هېواد ابادۍ او بیارغونې لپاره اسلامي امارت هڅه کړې چې هر کال پر سلګونو پرمختیايي پروژو کار وکړي.

په تازه پیغام کې راغلي، اسلامي امارت هڅه کوي له نړۍ سره تجارتي ساحه پراخه او د صادراتو کچه لوړه کړي.

مشرتابه د اسلامي امارت تر چتر لاندې اړوندو ارګانونو ته لارښونه کړې چې د خلکو اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي او له خلکو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې.

د افغانستان اسلامي امارت رهبر وايي، افغانان باید د استخباراتي سازمانونو په هغو تبلیغاتو باور ونکړي چې د خلکو ترمنځ د ناهیلۍ لامل ګرځي.

تړلي موضوعات