د ترکیې په ۵۵ ولایتونو کې روان لاریونونه د کومو ستونزو حل غواړي؟

د ترکیې په ۵۵ ولایتونو کې روان لاریونونه د کومو ستونزو حل غواړي؟ نړۍ
انځور ارشیف

ترکي چارواکو ویلي، د استانبول ښاروال امام اوغلو په ملاتړ دغه هېواد کې د لسګونه زره لاریون کونکو له ډلې ۱۳۰۰ تنه یې زنداني کړي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت چارواکو سي اېن اېن ټلویزیون ته ویلي، لاریون کوونکو سره یې  تېزاب، چړې، لرګي او ګن نور خطرناک وسایل نیولي او په خبره یې، تر دا مهاله نښتو کې ۱۲۳ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي.

لاریونونه وروسته له هغې پراخ شول، چې اکرم امام اوغلو تېره چهارشنبه د فساد او ترهګریزو ډلو سره د ملاتړ په تور بندي شو.

ټاکل شوې اوغلو چې د اردوغان د یوه مهم سیال په توګه پېژندل کیږي، د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي.

د ترکیې جمهوري غوښتونکي ګوند مشر اوزګور اوزیل استانبول کې لسګونه زره لاریون کونکو ته ویلي، دا لاریون نه دی بلکې د دولتي تګلارې په وړاندې سرغړونه ده، خو په زندان کې بندي ښاروال خبریالانو ته ویلي، چې پرې لګول شوي تورونه بې اساسه دي او دا يې سیاسي انګېزه بللې.

په ورته همدا مهال اردوغان ویلي، هېواد کې روان لاریونونه اوس په یوه تریخجن خوځښت بدل شوي دي.

په ورته مهال نړیوالو غبرګونونو کې د ګڼو حقوقي سازمانونو سربېره فرانسې او جرمني هېوادونو د امام اوغلو نیول غیر قانوني کړنه او په دېموکراسۍ برید بللی او یونان هېواد بیا ترکیه کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

تړلي موضوعات