د ټرمپ وروستیو اقدماتو سره ګڼو اروپایانو امریکا ته سفرونه لغوه کړي
رویټرز خبري اژانس ته پنځو اروپايي مسافر وړونکو بنسټونو ویلي، چې ګڼو ډنمارکيانو، جرمنيانو او نورو اروپايانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو اقداماتو له امله امریکا ته سفرونه لغوه کړي دي.
اژانس ته تلونکي یوه ډنمارکي چې تازه یې هلته د ماهي نیونې په موخه د سفر نیت درلود ویلي، ټرمپ یو بې ادبه کس دی او له هغه وخته چې ټرمپ د اوکرایین ولسمشر سره لفظي شخړه کړې نو پرېکړه یې کړې چې تر هغې به بیا امریکا ته ولاړ نه شي تر څو چې ټرمپ هلته ولسمشر وي.
اژانس د یوه سیلاني له قوله زیاتوي، ترمپ په خپلو کړنو کې د ماشومانو په څېر دی.
عربي رسنیو د اروپايي ټولنې د شمېر له مخې ویلي، چې یوازې اروپایايي سېلانيانو په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۵۵ میلیارده ډالره په امریکا کې مصرف کړي خو دا مهال د تېرو کلونو په پرتله پکې کموالی راغلی دی.
امریکا ته د سېلانیانو شمېر کې کموالی وروسته له هغې څرګند شوی چې امریکا د خپلو اقتصادي ګټو او نورو موخو لپاره خپلې پالیسۍ د دوی په وړاندې بدلې کړې.