مصر د غزې اوربند د بیا پیل لپاره نوې طرحه جوړه کړې
رویټرز خبري اژانس ته پرون دوشنبه دوو امنیتي سرچینو ویلي، د دغې طرحې له مخې به حماس جهادي غورځنګ هره اونۍ پنځه اسرائیلي بندیان خوشې کوي او صهیونېست اشغالګر ځواکونه به د لومړۍ اونۍ وروسته د اوربند دوهم پړاو پلی کړي.
سرچینو ویلي، د حماس تر څنګ امریکا هم دې طرحې سره موافقه کړې خو اسرائیلو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې حماس جهادي غورځنګ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی و، چې لا هم د اوربند شرایطو ته ژمن دي خو په وینا یې اسرائیلو تل دغه شرایط مات کړي او عام وژنې ته یې مخه کړې.
غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي، د صهیونیست ځواکونو له لوري پر غزې د بریدونو بیا پیل سره څه باندې ۱۱ سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.