د کاناډا او امریکا ترمنځ سوداګریزه ترینګلتیا؛ کارني د ټرمپ د څرګندونو حل لاره له وخته وړاندې د ټاکنو پیل بللی

د کاناډا او امریکا ترمنځ سوداګریزه ترینګلتیا؛ کارني د ټرمپ د څرګندونو حل لاره له وخته وړاندې د ټاکنو پیل بللی نړۍ
انځور ارشیف

د کاناډا لېبرال ګوند مشر او اوسنی لومړی وزیر مارک کارني وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي موږ مات او امریکا مو د هر څه مالکه شي په خبره یې، دا ورته د منلو وړ نه دي.

 وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې غوښتل یې کاناډا د امریکا ۵۱ ایالت وګرځوي د داوړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ترینګلې او یو پر بل تورونه ولګېدل.

 کارني پرون دوشنبه له خپلو چارواکو غوښتي، چې له ټاکل شوې مودې وړاندې دې په هغه هېواد کې ټاکنې ترسره شي.

 ټاکل شوې وه چې هلته ټاکنې په اکتوبر کې ترسره شي خو کارني بیا دغه ورځ د اپرېل ۲۸ مه اعلان کړه.

 د کارني په خبره، له وخت وړاندې د ټاکنو پیل د ټرمپ ناکامه څرګندونو ځواب دی.

 ټرمپ د نورو څرګندونو سربېره د جمعې په ورځ وویل، چې ده د کاناډا په وړاندې سیاست بدل کړی او دغه هېواد ورته نور واقعي نه ښکاري.

 فاکس نیوز په تازه راپور کې ویلي، چې پر کاناډایي حاکمیت د ټرمپ ورځني غبرګونونو کاناډایان په غصه کړي او د واشنګټن د دغې ناکامه تګلارې د مخنیوي ژمنه یې کړې.

 دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا پخواني لومړي وزیر جستن تروډو چې د لېبرال ګوند مشر او لومړی وزیر و د تېرې جنوري میاشت کې د یو شمېر فشارونه له امله له دندې استعفا ورکړه او په ځای یې مارک کارني داسې مهال ځای ناستی شو چې د امریکا او کاناډا ترمنځ سوداګریزې اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې شوې وې.

تړلي موضوعات