حماس: د اشغالګرو جنایات زموږ مقاومت لا پیاوړی کوي
د حماس جهادي غورځنګ وروستۍ اعلامیه چې د خپل سیاسي دفتر غړي اسماعیل برهوم د شهادت په تړاو یې خپره کړې ویلي، د اشغالګرو له لوري بریدونه د فلسطین د خلکو او د هغوی د مشرانو په وړاندې د وژنې او ترهګرۍ ښکاره پالیسي ده.
دغه غورځنګ ویلي، د اشغالګرو له لوري پر غزې تړانګې بریدونه د فلسطیني وګړو مقاومت لا پیاوړی کوي.
اعلامیه کې راغلي د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر غړی چې د انسانیت نمونه او د یاد غورځنګ له مهمو کسانو څخه و، تېره ورځ( یکشنه) وروسته له غرمې د غزې تړانګې خان یونس اړوند ناصر روغتون کې د درملنې په مهال د اشغالګرو په هوایي برید کې شهید شو.
اعلامیه کې راغلي، اشغالګرو غزه کې د ناکامۍ له امله په عامه تاسیسیاتو بریدونه د نسل وژنې ښکاره نښه او د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف کړنه ده.
حماس په اعلامیه کې زیاته کړې، له خپلو ولسونو او خدای سره مو ژمنه ده، چې د مشرانو وینه به یې د مقاومت د لارې څراغ وي او دغه تګلاره به تر هغې پرېنږدي چې خپلواکي نه وي ترلاسه کړې.