د اسرائیلو دفاع وزارت: د غزې جګړه کې ۵۰ سلنه ټپي شوي پوځيان له رواني ناروغیو کړیږي
الجزیرې ټلوېزیون تازه د اسرائیلو دفاع وزارت د پوځيانو د درملنې ادارې له قوله ویلي، چې له حماس سره په جګړو کې ټپي شوي نیمايي سلنه اسرائیلي پوځيان له رواني ناروغیو کړيږي.
تر دې وړاندې الجزیرې د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په میاشت کې دغه کچه ۱۸ سلنه یاده کړې وه خو دا مهال چې له هماغه وخته شاوخوا ۱۵ میاشتې وتلې د صهیونېست ټپي پوځیانو په منځ کې د رواني ناروغیو له امله د کړېدلو کچه اوس ۵۰ سلنه ته لوړه شوې ده.
عربي رسنیو د اسرائیلو دفاع وزارت د سرچینو له قوله زیاته کړې، چې یاد وزارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راپدېخوا ۱۶ زره هغه پوځیان چې په جګړو کې ټپیان شوي درملنه یې کړې ده.
تر دې وړاندې هم کره راپورونه و، چې اسرائیلي پوځيان جګړه کې د وېرې له امله د ماموریت په ځای زندان ته ترجیح ورکوي.