زرګونه اسرائیلیانو د نتنیاهو وروستیو پرېکړو پر ضد لاریون کړی

زرګونه اسرائیلیانو د نتنیاهو وروستیو پرېکړو پر ضد لاریون کړی نړۍ
اشغالګر حکومت پر ضد راوتلی لاریون

زرګونه هغه اسرائیلیان چې د خپل حکومت وروستیو پرېکړو پر ضد یې لاریون کړی موخه یې غزه کې د جګړې بیا پیل مخنیوی او د چارواکو ترمنځ د مخالفت لرې والی دی.

الجزیرې انګلېش ویلي، زرګونه صهیونېستان پرون شنبه په تل ابیب کې راټول شوي او د نتنیاهو د هغو پرېکړو پر ضد یې لاریون کړی چې له امله حماس جهادي غورځنګ سره د پاتې بندیانو برخلیک نامعلومه شوی.

لاریون کوونکو ویلي، چې غزه کې د پاتې اسرائیلي بندیانو خوشې کول غواړي نه د هغوی نامعلوم برخلیک.

د لاریون کونکو له ډلې ۶۳ کلن موشي هاهروني رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اسرائیلو تر ټول خطرناک دښمن بنیامین نتنیاهو دی په خبره یې، هغه له ۲۰ کلونو راپدېخوا نه د خاورې او نه د اتباعو پروا کوي.

الجزیره وايي، په پروني لاریون کې ګډونوالو هغه شعارونه چې پرې لیکلي شوي " نور وینه مه تویوئ او څومره نوره وینه باید تویې شي" پورته کول.

په ورته مهال د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر یهود بارک ویلي، نتنیاهو تل قانون ماتوي په خبره یې، په داسې اعتصاب به لاس پورې کړي چې حکومت یې له امله  فلج شي.

تړلي موضوعات