حماس جهادي غورځنګ: د صلاح البردویل شهادت به د ازادۍ مراندې نورې هم پیاوړې کړي

حماس جهادي غورځنګ: د صلاح البردویل شهادت به د ازادۍ مراندې نورې هم پیاوړې کړي نړۍ
د اشغالګرو برید کې د حماس مخکښ مشر شهید شوی

د حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د غزې خان یونس ښار کې د حماس سیاسي لوړپوړي چارواکي صلاح البردویل او د هغه د مېرمنې په شهادت ژوره خواشینې ښودلې.

حماس په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د شهید صلاح البردویل او نورو شهیدانو وینه به د مجاهدینو استقامت کمزوری نه بلکې د ازادۍ هوډ به نور هم پیاوړی کړي.

بلخوا پر خان یونس او رفح کې د بې ځایه شویو پر خيمو د صهیونیستانو په بریدونو کې ۲۳تنه شهیدان شوي دي.

د یادونې ده، چې اشغالګرو اسرائیلو څو ورځې وړاندې اوربند مات او پر غزې یې هوایي او ځمکني عملیات بیرته له سره پیل کړل، چې تر دې مهال د حماس د یو شمېر مخکښو غړو په ګډون سلګونه فلسطینیان په کې شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي، چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

تړلي موضوعات