د ټرمپ د وروستيو سياستونو له امله امريکايي پوهان اروپا ته په تېښته دي!
د «فايننشل ټايمز» له راپور سره سم په دې وروستيو کې په بې ساري توګه امريکايي پوهان د اروپا او نورو هېوادونو په لور په تېښته دي. د دې تېښتې لامل امريکا کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه سياستونه بلل شوي، چې د علمي څېړنو په برخه کې يې قيودات رامنځته کړي او د څېړونکو ادارو مالي ملاتړ يې راټيټ کړی دی.
سره له دې چې «کامبريج» پوهنتون له دې حالته تر ټولو ډېر ګټه اخيستونکی بلل شوی او د طب او مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې يې ډېر څېړونکي ورجلب کړي دي، خو نور پوهنتونونه او نور هېوادونه هم له دې فرصته د ګټې اخيستو په تلاش کې دي.
له راپور سره سم فرانسه، المان، سويډن او چين نور هغه هېوادونه دي، چې د هغو امريکايي پوهانو په ورجلبولو کې له يوه بله مخکې کېږي، کوم چې متحده ايالاتو کې د دندې له خونديتوبه ډاډه نه دي. دې هېوادونو د امريکايي پوهانو د جذبولو لپاره ځانګړي پروګرامونه په لار اچولي دي.
امريکايي پوهانو او څېړونکو څرګنده کړې ده، چې د ټرمپ د ادارې له لوري په لويه کچه د څېړنو په مرکزونو بوديجه کمول د علمي څېړنو راتلونکی ګواښي. سره له دې چې فدرالي قضا د ځينو دغو بنديزونو د ځنډولو لپاره مداخله کړې خو د امريکا په علمي مرکزونو لا هم د بې ثباتۍ وضعيت واکمن دی.
د اروپا د څېړنو د شورا مشرې ماريا ليپټين په دې ترڅ کې ويلي، چې واشنګټن کې سياسي وضعيت د علمي څېړنو خپلواکي محدودي؛ خو اروپا ټولو هغو پوهانو ته هرکلی وايي، چې مسلکي واکونه يې متحده ايالاتو کې له ګواښ سره مخ دي.
د يادونې وړ ده چې امريکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې نوې دورې له پيل سره سم په بېلا بېلو برخو کې ګڼې داسې پرېکړې وکړې چې جنجالونه يې راوپارول. هغه تېره ورځ د امريکا د پوهنې وزارت د تړلو فرمان هم لاسليک کړ، ټرمپ وړاندې ويلي و، چې «دا وزارت موږ ته هيڅ ګټه نه لري او ډېر ژر به يې وتړو».