امنیتي ځواکونو یو ماشوم له انسان تښتوونکو ژغورلی
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د کشفي عملیاتو په پایله کې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دغه ماشوم درې ورځې وړاندې ناپېژاندو کسانو ننګرهار کې تښتولی و، چې د امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په پایله کې بیرته له انسان تښتوونکو را خلاص او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
ښاغلي قانع زیاته کړې، د دې ماشوم د اختطاف په تور یې یو کس نیولی، چې له ابتدایي څېړنو وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادونې ده، چې تېرو نږدې څلور کلونو کې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د انسان تښتوونکو پر وړاندې پرېکنده ګامونه اوچت کړي او ګڼ اختطافګر او د دوی بانډونه یې له منځه وړي دي.