منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړی استازی: د غزې ناورین دوام سره به د مصر او اردن حکومتونه نسکور شي

منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړی استازی: د غزې ناورین دوام سره به د مصر او اردن حکومتونه نسکور شي نړۍ
غزه کې د جګړې بیا پیل

منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکوف په تازه مرکه ویلي، امریکا وېره لري، چې غزې کې روان ناورین به د مصر او اردن حکومتونو د سقط لامل شي.

سټیف ویټکوف ویلي، د دواړو رژیمونو د سقوط اندېښنو امریکا اړ کړې، چې غزه کې روان ناورین ته د حل لارې موندله لوپه لټه کې شي.

د ښاغلي ویټکوف په اند امریکا د مصر حکومت نسکورېدو اندېښنه په دې کې ده، چې د ۲۵ کلونو کم عمره ۴۵سلنه ځوانان یې بې کاره دي او یاد هېوا د افلاس په درشل کې دی.

نوموړي د سوریې حکومت پاشل کېدو ته اشارې ویلي، سوریه کې چې پېښ شول حیرانونکی پرمختګ و که چیري مصر له لاسه ورکړو پایلې به یې هم خورا ناوړه وي.

هغه خپله مرکه کې د سعودي عربستان په اړه ویلي، د نفوس زیاته برخه یې ځوانان دي او نه پوهيږي، چې هغوی غزه کې د روانو پېښو په اړه څه نظر لري.

ویټکوف غزه کې د روان ناورین د حل لارې هر ډول تړون کې د سعودي ګډون اساسي شرط یاد کړی.

تړلي موضوعات