ټرمپ د امریکا پوهنې وزارت د دروازې د تړلو فرمان صادروي
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړي چې له مخې به یې هغه هېواد کې د پوهنې وزارت دروازه وتړل شي.
اسوشیټېد پرېس خبري اژانس سپینه ماڼۍ کې د خپلو پټو سرچینو په حواله ویلي، چې ټرمپ د پوهنې وزارت بې ځایه او د لېبرال ایډیالوژۍ له امله ککړ بولي.
سرچینې وايي، ټرمپ دغه پرېکړه د مالي لګښتونو د کمولو په موخه ترسره کوي.
ټرمپ او دده ځانګړي سالاکار ایلان ماسک د ټاکنو په مهال ویلي و، هڅه به وکړي څو په امریکا کې هغه ادارې چې لګښتونه یې د دوی په بودیجه اضافي بار بلل کیږي بندې کړي.
تر دې وړاندې له رسنیو سره څارنوالانو ویلي و، چې امریکایان په لویه کچه په محکمو کې د ټرمپ یو شمېر اجرائیوي فرمانونو مخنیوي غوښتنه کوي چې له امله یې ګڼې عریضې وړاندې کړې دي.