ایران کې په بند د محکوم افغانانو د لېږد لړۍ پیل شوه
ایران کې د افغانستان سفارت ویلي، ایران کې په بند د محکوم شویو افغانانو د لېږد پروسه د دواړو هېوادونو د چارواکو په شتون کې پیل شوه.
نیمروز کې د حریت راډیو خبریال وايي، چې د دې پروسې په لومړي پړاو کې ۲۱۱ افغان بندیان هېواد ته راستانه شوي دي، چې ۱۸ یې مېرمنې دي.
ایران کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، راخلاص شوي بندیان د خپل بند پاتې موده د اسلامي امارت د قوانینو سره سم د افغانستان زندانونو کې تېروي.
دغه بندیان داسې مهال هېواد ته راستنیږي چې څه موده وړاندې د افغان او ایراني چارواکو د بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه، چې دا اقدام به د قانوني او قضایي همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي.