پر غزې د اشغالګرو پرلپسې بمبارۍ؛ ۷۱ تنه شهیدان شوي

پر غزې د اشغالګرو پرلپسې بمبارۍ؛ ۷۱ تنه شهیدان شوي نړۍ
پر غزې د اشغالګرو بریدونه

الجزیرې خبر ورکړی، چې نن له سهار راهیسې د غزې شمالي او سویلي سیمو کې د اسرئیلو پرلپسې بمباریو په پایله کې ۷۱ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې ویلي، لاهم په دغو سیمو د اشغالګرو بریدونه دوام لري.

اشغالګرو اسرائیلو دوه ورځې وړاندې له حماس سره له اوربند شاتګ وکړ او پر غزې یې سختې بمبارۍ پيل کړې، چې په پایله کې یې په سلګونو فلسطینیان شهیدان او سلګونو نور ټپیان شوي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

حماس جهادي غورځنګ د اشغالګرو له لوري د بریدونو بیا پیل د بندیانو د تبادلې او اوربند ټینګېدو پر وړاندې جدي ګواښ بللی دی.

تړلي موضوعات