افغان پلاوی د سولې او باور کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته تللی
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرارئیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ پلاوی د سولې او باور نړېوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته تللی.
د برېښنا شرکت د خبر له مخې ښاغلي عمر سره دې سفر کې د ټولګټو او کانونو او پټرولیم وزارت استازي هم ملتیا کوي.
د معلوماتو له مخې یاد کنفرانس کې د ۱۰۰ هېوادونو استازو ګډون کړی، چې د سیمه ییزې اقتصادي پیاوړتیا، رېل پټلۍ، برېښنا، ګازو انتقال او ثبات په اړه به په کې هر اړخیزې خبرې وشي.
د یادونې ده، چې افغان پلاوی به د بېلابېلو هېوادونو استازو سره د برېښنا لېږد او برېښنایي سیسټمونو د پیاوړتیا په اړه ځانګړي بحثونه هم وکړي.