تورخم دروازه د ټرانزېټ پر مخ خلاصه شوه
تورخم کې د حریت راډیو خبریال وايي، چې د تورخم دروازه شېبه وړاندې د ټرانزېټ پرمخ خلاصه شوه.
نن د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد حریت راډیو ته ویلي و، چې یاده دروازه به نن یوازې د ټرانزېټ پر مخ خلاصه شي، خو تر جمعې ورځې به د تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانېستې وي.
یاده دې وي، دغه لاره نږدې میاشت وړاندې پاکستان د اسلامي امارت لخوا د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړلې وه، چې څو وار په کې دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم وشوې.