د کیف په اړه ریاض کې دوهمه ناسته؛ روسي او امریکايي پلاوي څه ته لېواله دي؟

د کیف په اړه ریاض کې دوهمه ناسته؛ روسي او امریکايي پلاوي څه ته لېواله دي؟ نړۍ
انځور ارشیف

ټاکل شوې د واشنګټن او مسکو پلاوي یو ځل بیا ریاض کې سره ناسته ولري خو نه دي ویل شوي چې په راتلونکې مذاکراتو کې به د کیف پلاوو ته د ګډون اجازه ورکړل شي یا نه.

وروسته له هغه چې تازه یو ځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له خپل روسي سیال سره ۹۰ دقیقي خبرې کړې له مخې یې هوکړه شوې چې تر راتلونکو ۳۰ ورځو د اوکرایین د انرژۍ پر مرکزونو بریدونه ودروي خو په دغه موده کې د اوکرایني پوځيانو لپاره د ګواښ ضمانت نه دی شوی.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی فاکس نیوز ته تازه ویلي، چې د پوتین له لوري رد شوي دایمي اوربند د کیف راتلونکي ته حیران کړی دی. 

پوتین وايي، اوکرایین کې دایمي اوربند هغه وخت عملي کېدای شي چې پر کیف د ناټو غړیتوب لغوه او له دې هېواده ټول بهرني ځواکونه ووځي.

ریاض کې د امریکايي او روسي پلاوو ترمنځ له لومړۍ ناستې وروسته امریکا هڅه وکړه چې له اوکرایین د نادر کانونو تړون تر لاسه کړي خو دغه بهیر هغه وخت ترېنګلی شو چې سپینه ماڼۍ کې زیلینسکي د ټرمپ له لوري تهدید او دغه کیسه بیا د نړیوالو خبرونو سرټکی شو.

شنونکي وايي، د کیف لپاره د ناټو غړیتوب د ټول اوکرایین لپاره بلا ګرځېدلې او دوی یې له داسې برخلیک سره مخ کړي چې پرېښودل او لاسته راوړل یې شرم یا مرګ دی.

تړلي موضوعات