اشغالګر رژيم: پر غزې به یې بریدونه د جنګي موخو ترلاسه کولو پورې دوام وکړي
اسرائیلي اشغالګرو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، له حماس سره به هر ډول خبرې تر جنګي شرایطو لاندې دوام کوي او تر هغې به غزې کې جګړې ته دوام ورکړي څو خپلو جګړه ییزو موخو ته نه وي رسېدلي.
الجزیرې ټلوېزیون د اشغالګر رژیم د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې پر غزه یې پیل کړي عملیات د یوې ورځې لپاره نه دي او په راتلونکو ورځو کې به دوام وکړي.
په ورته مهال حماس جهادي غورځنګ پر غزې بریدونو ته په اشارې ویلي، نړېواله ټولنه اړه ده، چې د نیواکګرو د حساب ورکولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.
د راپورونو له مخې پر غزې تړانګې د اشغالګرو په بریدونو کې د حماس جهادي غورځنګ د څو مشرانو په ګډون تر ۵۰۰زیات فلسطینیان چې ډېره برخه یې ماشومان دي شهیدان او شاوخوا ۷۰۰تنه نور ټپیان شوي دي.
د امریکا په مشوره پر غزې د اسرائیلو بریدونه د اسلامي امارت په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو غندلي او هغه یې د نړېوالو اصولو ښکاره سرغړونه او د صهیونیست رژیم ناکامه دریځ بللی.