ټرمپ او پوتین د اوکرایین پر زېربناوو د بریدونو په درولو هوکړه کړې

ټرمپ او پوتین د اوکرایین پر زېربناوو د بریدونو په درولو هوکړه کړې نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټیلفوني خبرو کې د اوکرایین پر زېربناوو د بریدونو په درولو هوکړه کړې، خو پوتین امریکا ته د ۳۰ ورځني اوربند د ټینګېدو په اړه هیڅ ډول ژمنه نه ده ورکړې.

نړېوالو رسنیو خبر ورکړی، چې ټرمپ په تروت سوشل ټولنیزې شبکې دغه خبرې ښې او رغوونکې بللې دي او ویلي یې دي، دواړو لوریو د اوکرایین پر برېښنایي تاسیساتو د بریدونو په درولو هوکړه کړې.

په ورته حال د روسیې ولسمشر خپل امریکایي سیال ته ویلي، د اوکرایین جګړې حل او فصل له کیف څخه د غرب پوځي او استخباراتي ملاتړ درېدو په صورت امکان لري.

ها خوا د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي هم د دې هوکړې ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده اوکرایین له هر هغه وړاندیز چې د دوامداره او عادلانه سولې لپاره وي ملاتړ کوي.

پوتین داسې مهال اوکرایین سره د ۳۰ ورځني اوربند ټینګېدو له هوکړې انکار کړی، چې تر دې وړاندې د اوکرایین ولسمشر د امریکا له دې طرحې ملاتړ کړی و.

تړلي موضوعات