له افغانستانه د احتمالي ګواښونو اندېښنې بې ځایه دي

له افغانستانه د احتمالي ګواښونو اندېښنې بې ځایه دي افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له افغانستانه د احتمالي ګواښونو په اړه د روسیې اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان د اسلامي امارت ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او له دې ځایه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.

ښاغلي فطرت دې برخه کې د روسیې ترڅنګ د نورو بېلابېلو هېوادونو اندېښنې هم بې ځایه بللې دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان ټولو ګاونډیو په ځانګړي ډول شمالي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دایې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې ثابته کړې هم ده.

اسلامي امارت وروسته له هغه غبرګون ښودلی، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل تاجکستاني سیال سره کتنه کې له افغانستانه د احتمالي ګواښونو اندېښنه ښودلې ده.

تړلي موضوعات