اروپايي ټولنې له سوریې سره د نږدې ۶ میلیارد یورو مرستې ژمنه وکړه

اروپايي ټولنې له سوریې سره د نږدې ۶ میلیارد یورو مرستې ژمنه وکړه نړۍ
اروپایي ټولنه

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس پرون دوشنبه ویلي، چې اروپايي ټولنه او د دې ټولنې متحدین یې ژمن دي چې د سوریې او هغې ګاونډیو هېوادونو ته د ۵.۸ میلیارد یورو مرسته ځانګړې کړي.

اژانس وايي، مېرمن کالاس د مرستو دغه اعلان تېره ورځ په خپله اېکس پاڼه کړی.

راپور کې راغلي، د اروپايي ټولنې له لوري د مرستې دغه اعلان وروسته له هغه کیږي چې د بشارالاسد رژیم وفاداره وسلوالو له تېرو څو اونیو راهیسې سوریه کې خلک له پراخ تاوتریخوالي سره مخ کړل. 

رچینې وايي، دغه مرستې به سوریه کې د اوسني حکومت د مالي ملاتړ سربېره د خلکو اړتیاوو پوره کېدو په برخه کې ډېرې مهمې وي.

تړلي موضوعات