د معاشاتو د نورم د تغیر په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي
د افغانستان مالیې وزارت خبر ورکړی، چې په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې تازه د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د تغير په تړاو خپاره شوي لېستونه او اوازې په مطلق ډول ناسمې دي.
مالیې وزارت سره له دې، چې دا لېستونه او اوازې رد کړې هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړی، چې د امارتي ادارو معاشات به په روانه اونۍ کې د پخوا په څېر اجراء کړل شي.
د یادونې ده، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي امارت حکومت د بېلابېلو لوړ رتبه او ټیټ رتبه پوستونو د معاشاتو د نورم د کموالي په اړه خبرونه او لېستونه لاس په لاس کیږي؛ هغه چې حکومت په کلکه رد کړل.