د وسله وال پوځ لوی درستیز: هر ډول تجاوز ته به پرېکنده ځواب ورکړي

د وسله وال پوځ لوی درستیز: هر ډول تجاوز ته به پرېکنده ځواب ورکړي افغانستان
د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح فطرت

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د عبدالله بن مسعود رض د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ د ۷۰۰ تنو منسوبینو فراغت مراسمو کې ویلي، افغانستان ګاونډیو او نړۍ سره د جګړې نیت نه لري، خو هر ډول تجاوز ته به قاطع ځواب ورکړي.

ښاغلي فطرت ویلي، د خبرو اترو له لارې د تعامل غوښتونکي دي، خو په وړاندې یې د زور کاروونکو ته به د تېرو درېیو امپراطوریو په څېر پرېکنده ځواب ورکړي.

نوموړي زیاته کړې د افغانستان امنیتي ځواکونه به د نظامي او فکري زده کړو ترلاسه کولو سربېره په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو هم سمبال شي.

د لوی درستیز په خبره، د اسلامي ملي اردو له جوړولو یې موخه هېوادونو سره جګړه نه، بلکې د اسلامي ارزښتونو او هېواد د پولو ساتل دي.

د یادونې ده، تېره ورځ د اسلامي ملي اردو ۷۰۰ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رض جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره چمتو شول.

تړلي موضوعات