افغان او پاکستاني سوداګرو د تورخم دروازې د خلاصون هوکړه کړې

افغان او پاکستاني سوداګرو د تورخم دروازې د خلاصون هوکړه کړې افغانستان
د تورخم دروازه

ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې تورخم کې د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ په نننۍ ناسته کې د تورخم دروازې د پرانېستلو هوکړه شوې.

د معلوماتو له مخې د دروازې د خلاصون په اړه به د همغږۍ ناسته هم وشي، او ښایي سر له سبا سه شنبې به د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شي.

د تورخم دراوزه نن څخه ۲۵ ورځې وړاندې پاکستاني لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

پاکستاني لوري هغه مهال د دروازې د تړل کېدو لامل د کرښې دې غاړه ته د افغان ځواکونو له لوري د پوځي تاسیساتو جوړول وبلل.

دا چې له اونیو وروسته د تورخم دروازه د دواړو لوریو په کومو شرایطو خلاصېږي په اړه یې چارواکو څه نه دي ویلي.

تړلي موضوعات