افغانستان کې د رسنیو وضعیت په ښه لوري روان دی

افغانستان کې د رسنیو وضعیت په ښه لوري روان دی افغانستان
افغانستان کې د رسنیو فعالیت

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، دغه وزارت هېواد کې په ټولو برخو کې له خبریالانو ملاتړ کوي.

ښاغلي غفران ویلي، له خبریالانو د ملاتړ لپاره د ملي حمایوي صندوق پر میکانیزم کار روان دی، چې د پروسې بشپړېدو سره به یې له لارې له هغو خبریالانو سره چې اقتصادي ستونزې لري مرسته وشي.

نوموړي هېواد کې د نویو رسنیو او اژانسونو فعالیت پیل ته په اشارې ویلي، افغانستان کې د رسنیو وضعیت په ښه والی دی، چې دغه موضوع د خبري فعالیتونو پیاوړتیا برخه کې له رسنیو د اطلاعاتو کلتور وزارت د ملاتړ ښکارندویي کوي 

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې نن د کب ۲۷مه د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.

تړلي موضوعات