نتنیاهو د اسرائیلو د کورني امنیت مشر ګوښه کوي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرون یکشنبه ویلي، نوموړی په دې لټه کې دی څو د اسرائیلو داخلي امنیت مشر رونین بار چې په وینا د قدرت هڅه کوي له دندې ګوښه کړي.
اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د نتنیاهو له قوله لیکلي، چې هغه د شاباک په مشر له مودو راهیسې بې باوره دی او دا بې باوري د وخت په تېرېدو سره زیاته شوې چې له امله یې ورته پرېکړه کوي.
د اسرائیلو کابینه کې یو پر بل بې باورۍ کچه وروسته له هغه بیا زیاته شوې چې رونین بار په دې لټه کې شو چې امنیتي اداره باید د لومړي وزیر ته نږدې همکارانو په اړه پلټنې پیل کړې.
تر دې وړاندې په نتنیاهو د اسرائیلو له لوري تور پورې و، چې دی په غزه کې د اوربند مذاکرات د پردیو په امر ګډوډوي او هغه کسان چې دا مهال له حماس سره بند پاتې دي نتنیاهو يې په خپل لاس د مرګ تر سرحده رسوي.
د شاباک اداره د اسرائیلو داخلي امنیت او صهیونستانو په وړاندې د ګواښونو د څارنې مسؤلیت لري، دې وروستیو کې پر نتنیاهو نیوکه ده چې ناکامه پالیسیو یې پوځ له ماتې سره مخ کړی.
الجزیرې ټلویزون د اسرائیلي چارواکو ترمنځ د وروستیو بې باوریو په تړاو لیکلی، چې رونین بار نتنیاهو په ناکامۍ تورن کړی چې د نتنیاهو غوښتنې د قانون او دولت او د عامه ګټو خلاف دي په خبره یې، خلک حق لري چې د اسرائیلو د امنیتي مفکورې د سقوط لامل وپېژني.
د یادونې ده، اسرائیلي رسنیو تېره چهارشنبه ویلي و، چې ټرمپ هڅه کوي د تل ابیب په پالیسیو کې پراخ نفوذ ولري او نتنیاهو په بشپړ ډول د امریکا د اجنډا تابع شوی او کابینه یې د امریکا د هغو هڅو مخه نشي نیولای چې د دوی لپاره سره کرښه ده.