د نڅا کلب کې اورلګېدنې له ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د شمالي مقدونیه د کوکاني ښار په یو نارسمي نڅا کلب کې د اور لګېدنې له امله ۵۹ مړه او ۱۵۰ نور ټپیان دي.
رسنۍ وايي، اور پرون یکشنبه د کلب د ننه د پټاکیو د چاودېدو له امله رامنځته شوی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ویلي، کوکاني ښار پلازمېنې ته په سل کیلومترۍ کې پروت دی او د اور لګېدنې په مهال په دغه کلب کې سلګونو کسانو ګډون کړی وو.
ورځپاڼې ته د شمالي مقدونیه د کورنیو چارو وزیر پنچي توشوکوفسکي ویلي، د یادې پېښې په تړاو د کلب مشر او د هغه د زوی په ګډون ۱۵ کسان نیول شوي.
راپور کې د ډاکټرانو له قوله راغلي، چې د ټپیانو له ډلې د ډېریو عمر له ۱۶ تر ۲۴ کلونو دی او دا مهال د ۲۰ کسانو روغتیايي وضعیت بیخي نازک دی چې ممکن د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
الجزیرې انګلېش لیکلي، ټاکل شوې حکومت یې د اوو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړي.