امریکا: تر هغې چې په بېړیو بریدونه ونه درېږي، پر حوثیانو به بریدونه دوام ولري
رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، تر هغې چې په بېړیو د حوثیانو بریدونه ونه درېږي د هغوی پر وړاندې به د امریکا هوایي بریدونه دوام ومومي.
یمني بنسټونو خبر ورکړی، چې د امریکا په هوایي بریدونه کې شاوخوا ۵۳تنو ژوند بایللی او نږدې ۱۰۰تنه نور ټپیان شوي دي.
دا د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو ستر پوځي عملیات دي چې ترسره کیږي.
بلخوا د حوثیانو رهبر عبدالمالک الحوثي په یوه تلوېزیوني بیانیه کې امریکا ته ګواښ کړی، چې حوثي ځواکونه به د امریکا د دې جنایت په ځواب کې په سور سمندر کې امریکایي بېړۍ په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې حوثیانو ویاند جنرال یحی سریع ویلي و، تر هغې اسرائیل غزې ته نښلونکې لارې خلاصې نه کړي د اسرائیل او ملاتړو سوداګریزې بېړۍ به د غزې خلکو د ملاتړ په موخه په نښه کړي.