د چاپېریال ساتنې یوه نړېوال بنسټ افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د چاپېریال ساتنې یوه نړېوال بنسټ افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي افغانستان
افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولین وایي، د چاپېریال ساتنې یوه نړېوال بنسټ د ځنګل کرنې او د معیشت ښه کېدو له لارې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم د بدلون ځواب ویلو پروژې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي دي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رئیس روح‌الله امین وايي، چې دغه بودیجه د نړېوال چاپیریال اسانتیاوو (GEF) له‌خوا د کم پرمختللو هېوادونو صندوق شورا (LDCF) ناسته کې تصویب شوې ده.

ښاغلي امین زیاته کړې، دغه پروژه به پنځو کلونو کې د کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلي شي، چې موخه یې اقلیمي بدلون پر وړاندې ځنګل کرنې پیاوړتیا او اطرافي ټولنو معیشت ښه کېدل دي.

د یادونې ده، افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هغو بنسټونو چې د اقلیمي بدلون برخه کې یې فعالیت درلود لسګونه پروژې یې درولې دي هغه اقدام چې د چاپېریال ساتنې فعالانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

تړلي موضوعات