بالاخره ټرمپ امریکا غږ رخصت کړه او په ازادي راډیو یې بودیجه پرې کړه
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ټرمپ د اجرائیوي فرمان له مخې پرون شنبه د امریکا غږ ۱۳۰۰ کارکوونکي په جبري توګه رخصت کړل شوي او د ازادي راډیو بودیجه یې لغوه کړې.
د امریکا غږ رئیس له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، سلګونه کارکوونکي یې تر نامعلوم وخت پورې رخصت شول.
راپور کې راغلي، ټرمپ او متحدینو یې امریکا غږ د محافظهکارانو پر ضد په تعصب تورنه کړې او دا رسنۍ یې د امریکايي مالیه ورکونکو پر اوږو اضافي بار بللې ده.
د تېرې فبروري میاشت کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ټرمپ سلاکار او د نړۍ مشهور میلیاردر « ایلان ماسک» غوښتنه وکړه چې ازادي راډيو او امریکا غږ اوس اورېدونکي نه لري او باید بندې شي.
د یادونې وړ ده، چې امریکا غږ راډيو د شلمې پېړۍ نږدې نیمايي کې او ازادي راډيو پر افغانستان د امریکايي یرغل وروسته رامنځته شوې دي، چې د رسنیزو چارو څارونکي یې اصلي موخې افغانستان، سیمه او نړۍ کې د امریکا استخباراتي او تبلیغاتي موخو پلي کول او هغوۍ ته رواني زمینه سازي بولي.