د کابل پولیسو د جیب وهوونکو څلور بانډونه ونیول

د کابل پولیسو د جیب وهوونکو څلور بانډونه ونیول افغانستان
کابل کې د پولیسو له لي نیول شوي جیب وهونکي

د کابل امنیه قومندانۍ نن چهارشنبه په اېکس پاڼه وايي، امنیتي ځواکونو په درېیمه امنیتي حوزه کې د کیسه برانو څلور لویې ډلې نیولې دي.

امنیتي چارواکو ویلي، نیول شوې هره ډله له درې تر څلور کسان لري چې د کابل په مختلفو ځایونو کې یې له عامو خلکو پیسې او مالونه په مهارت سره غلا کول.

د کابل پولیسو په اعلامیه کې راغلي، دغو کسانو د موټرو په استفادې له سپرلیو پیسې غلا کولې چې د پولیسو په هڅو ونیول شول.

نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

یاده دې وي، چې هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره هغه ډلې چې له عامو خلکو یې پیسې او مالونه غلا کول په وړاندې یې د امنیتي ځواکونو له لوري کلکه مبارزه کیږي.

تړلي موضوعات