هندیان د پنجشېر کانونو کې پانګونې ته لېواله شوي دي

هندیان د پنجشېر کانونو کې پانګونې ته لېواله شوي دي افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د پنجشېر ولایت چارواکو خبر ورکړی، یو شمېر هندي پانګوال د دې ولایت کانونو کې د پانګونې لپاره لېواله دي.

د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون رسنیو سره خبرو کې ویلي، هندي سوداګر چې د قیمتي ډبرو برخه کې فعالیت لري د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم سره کتنه کې ویلي، نور هندي شرکتونه به هم افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

دغو سوداګرو د پنجشېر کانونو د پانګونې طرحه ښاغلي والي ته وړاندې کړې ده.

په ورته مهال د پنجشېر والي د هندي سوداګرو د طرحې هرکلی کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې ولایت مقام کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

افغانستان له لسیزو جګړو او ستونزو وروسته دا مهال څه باندې درې کاله کېږي امن دی، چې ورسره د نړې ګڼ شمېر بهرني پانګوال هم د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله شوي دي.

تړلي موضوعات