نیمروز کې ۱۵ عرادې غلا شوي موټر موندل شوي دي
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د نیمروز ولایت امنیه قومندانۍ امنیتي او کشفي ځواکونو د پلټونکو عملیاتو په پایله کې ۱۵ عرادې غلا شوي موټر موندلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د دغو موټرو په تور د حرفوي غلو یوه ډله هم نیول شوې ده.
ښاغلي قانع په اېکس لیکلي، دغه شمېر موټر په نیمروز، هلمند او فراه ولایتونو کې له خلکو غلا شوي وه.
نوموړي زیاته کړې، د موټر مالکان کولی شي له اسنادو او مدارکو سره د اړونده ادارې د اسنادو د پروسې تر ارزولو وروسته د نیمروز ولایت مقام څخه خپل موټر ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ځواکونو د وسله والو غلو پر وړاندې خپله مبارزه دومداره ساتلې، چې په ترڅ کې یې د غلو ګڼ بانډونه نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي.