د سوریې اوسنی مشر: سوریه د پایښت، ویاړ او سرښندنې عناصر لري
الجزیره تلوېزیون وايي، د سوریې انتقالي دولت مشر احمدالشرع ولسي غونډې ته د یاد هېواد وروستیو پېښو مخنیوي ته په اشارې ویلي، سوریه په خپله غېږه کې د پایښت، ویاړ او سرښندنې عناصر لري او هر هغه څه چې په سوریه کې پېښیږي موږ ورته انتظار درلود.
نوموړي دغه خبرې په دمشق کې د مززه سیمې په یوه جومات کې د سهار له لمانځه وروسته کړې او خلک یې ملي یووالي ته رابللي.
ښاغلي احمدالشرع په خبرو کې ټینګار کړی چې سوریه کې د بشرالاسد له پرځېدو وروسته ښه پرمختګ راغلی او په دې برخه کې یې د کوټلو ګامونو ژمنه کړې.
نوموړي زیاته کړې، د بشر الاسد له رژیم پاتې شوني هڅه کوي چې د سوریې نوی حکومت وازمايي خو په اصل کې دوی اوسنی حکومت نه پېژني.
نوموړي په خبرو کې د شریرو ډلو غړو ته ویلي، چې موږ ستاسې د وینو توېدنې ته دلچسپي نلرو خو د امنیت خرابېدو په صورت حتمي محاکمه شته.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې اړوند لاذقیه او طرطوس ولایتونو کې د بشرالاسد پاتې شونو د نوې حکومت په امنیتي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د اوسني حکومت امنیتي ځواکونو د بشرالاسد په ملاتړ پاڅون کونکي ۱۳۴ تنه اعدام کړل او سلګونه نور بشرالاسد ته وفاداره پاڅون کوونکي یې ووژل.
سرچینو ویلي، په سیمه کې وضعیت عادي شوی خو د اوسني حکومت امنیتي ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات لا دوام لري.