پخواني نظامي چارواکي: ازبکستان او تاجکستان دې د افغانانو چورلکې او وسلې اسلامي امارت ته وسپاري

پخواني نظامي چارواکي: ازبکستان او تاجکستان دې د افغانانو چورلکې او وسلې اسلامي امارت ته وسپاري افغانستان
د تېري ادارې یو شمېر نظامي چارواکي

د تېري ادارې یو شمېر لوړ پوړو نظامي چارواکو کابل کې د یوې اعتراضي راټولېدنې پر مهال له ازبکستان او تاجکستان وغوښتل، چې د افغانانو وسلې او چورلکې دې اسلامي امارت ته وسپاري.

دغه پوځي چارواکي وایي، امریکا د اشغال پر مهال د افغانستان پرمختللې وسلې له منځه یوړلې او په ځای د ویتنام له جګړې پاتې ناکاره او زړې وسلې افغانانو ته ورکړې دي.

دې راټولېدنه کې د شعور ګل پښتون په نوم پخواني جنرال هغه کسان چې د افغانستان پوځي تجهیزات یې له هېواده بهر انتقال کړي ملي خاینین یاد کړل په خبره یې، افغانان په هره بیه چې وي د خپلو وسلو او پوځي تجهیزاتو غوښتونکي دي.

دغه نظامي منسوبین په یو شمېر هغو افرادو په نیوکې سره چې د پخوانیو پوځیانو د استازو په نوم بهرني هېوادونو د غولولو هڅه کوي ویلي، دا ډول کسان د پخوانیو پوځیانو استازیتوب نه کوي بلکې یوازې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.

دغه اعتراضي راټولېدنه داسې مهال ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسلامي امارت وغوښتل چې افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې بیرته دوی ته وسپاري، خو اسلامي امارت وویل، دغه وسلې غنیمت دي او هیچا ته به ورنه کړل شي.

تړلي موضوعات