حماس د امریکايي تابعیت بندیانو خلاصون په اړه د امریکا وړاندیز رد کړی

حماس د امریکايي تابعیت بندیانو خلاصون په اړه د امریکا وړاندیز رد کړی نړۍ

حماس جهادي غورځنګ د مذاکراتو او جګړې پای ته رسولو پرته د بنديانو د خوشې کولو په هکله د امريکايي حکومت وړانديز رد کړی دی.

تېرې څو ورځې د لومړي ځل لپاره د فلسطين د جهادي غورځنګ حماس او امريکايي حکومت ترمنځ مخامخ مذاکرات وشول چې پکې امريکايي لورې د هغو اسرائيلي بنديانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه چې امريکايي تابعيت لري.

د راپورونو له مخې ياد مذاکرات د امريکايي لوري په غوښتنه پيل شوي وو، چې پکې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکوف او ټيم يې د حماس له مشرانو د امريکايي تابعيت لرونکو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

الجزيرې د خپلو سرچينو په حواله ليکلي، چې حماس غورځنګ د امريکايي لوري ياده غوښتنه په کله رد کړې ده او دوی ته یې په ټينګار سره ويلي، چې د کوم مقابل پرته هيڅ کوم بندي هم نشي خوشې کولی ځکه چې دا بنديان په نهايت کې اسرائيلي وګړي او پوځيان دي.

د سرچينو په وينا حماس امريکايانو ته ويلي و، چې د ۵ تنو بنديانو په مقابل کې چې يو يې تن يې ژوندی او څلور ته يې جسدونه دي د خپلو ۲۵۰ تنو فلسطينيانو چې ۱۰۰ تنه یې په عمري بند او ۱۵۰ نور يې په ډېرو کلونو زندان محکوم دي د ازادېدو غوښتونکي دي.

د سرچينو په وينا حماس او امريکايي لوري په دې اړه هوکړې ته نزدې شوي وو او امريکايي جهت حماس ته د موافقې خبر هم ورکړی وو خو اسرائيلو د ۵۰ تنو هغه فلسطيني بنديانو له ازادولو انکار وکړ چې په عمري بند محکوم دي کوم چې حماس رد کړ او له امله یې ياده هوکړه ترسره نه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطين مقاومت ډلې غواړي چې د غزې هغه هوکړه عملي شي چې ټاکل شوې وه په درې پړاوونو کې عملي او له مخې یې د کابو ۱۰۰ تنو بنديانو په مقابل کې د اسرائيلو سره زرګونه تنه ټول فلسطيني بنديان را خلاص او ترڅنګ يې په غزه کې جګړه پای ته ورسېږي او د غزې د بيارغونې چارې پیل شي؛ خو اسرائيلو د لومړي پړاو په وروستيو کې تخطيانې پیل کړې چې له امله یې ياده پروسه ټکنۍ شوې ده او امريکايي لورې او نور منځګړي يې د ژغورنې او بیا پيل په لټه کې دي.

تړلي موضوعات