غزه کې د اوربند دوهم پړاو لپاره پرمختګ شوی
رویټرز خبري اژانس غزه کې د اوربند دوهم پړاو په اړه لیکلي، اسرائیل او حماس جهادي غورځنګ د اوربند د راتلونکي پړاو ټینګېدو لپاره چمتوالی ښودلی او په دې برخه کې د منځګړو له لوري د پرمختګ هڅې روانې دي.
اژانس د نتنیاهو د دفتر په حواله وایي، د اسرائیلو یو پلاوی سبا دوشنبه د اوربند دوهم پړاو خبرو اترو لپاره دوحې ته ځي.
سرچینه د حماس جهادي غورځنګ له قوله ویلي، د غزې اوربند د دوهم پړاو خبرو پیل کېدو لپاره مثبتې نښې شته خو نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
غزه کې د اوربند دوهم پړاو د ټینګېدو لپاره د حماس غورځنګ یو پلاوی قاهرې ته تللی او هلته یې د اوربند دوهم پړاو خبرو اترو لپاره د منځګړو له استازو سره خبرې کړې دي.
یاده دې وي، چې غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو او حماس جهادي غورځنګ ترمنځ د اوربند لومړی پړاو د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب د تېرې جنوري میاشتې په ۱۹ مه پیل او د روانې مارچ میاشت په پیل کې پای ته ورسېد، چې په اوږدو کې یې اسرائیل څو ځله له اوربند څخه پر سرغړونو تورن شول.