د بهرنیو چارو وزیر عمان ته په رسمي سفر روان شو

د بهرنیو چارو وزیر عمان ته په رسمي سفر روان شو افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په بلنه یاد هېواد ته په رسمي سفر روان شوی.

یاد وزارت ویلي، چې ښاغلی وزیر به د دې سفر پر مهال د عمان بهرنیو چارو وزیر په ګډون له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته ولري.

بهرنیو چارو وزارت د دې سفر موخه سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې بللې ده.

یاده دې وي، چې دا په تېرو درېیو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر عمان ته په رسمي سفر ځي.

تړلي موضوعات