شمالي کوریا خپل هسته یي اوبتل نندارې ته وړاندې کړ
د شمالي کوریا دولتي اژانس د دې هېواد هسته یي اوبتل انځورونه رسنیز کړي او ویلي یې دي، دغه ستراتیژیک اوبتل په رهبري شویو راکټونو سمبال دی.
دغه اژانس ویلي، یاد اوبتل د شمالي کوریا په مهمو کښتیو کې د جوړېدو په حال کې ده، چې تېره ورځ د دې هېواد رهبر کیم جونګ اون یې هم د جوړېدو له پروسې لیدنه کړې.
بلخوا اسوشېټیډ پرېس د کارپوهانو له قوله ویلي، دغه اوبتل له ۶ څخه تر ۷ زره ټنو په وزن سره د ۱۰ اټومي توغندیو د انتقال وړتیا لري.
کارپوهانو د شمالي کوریا دغه اوبتل چې د اټومي توغندیو د انتقال وړتیا لري د جنوبي کوریا او امریکا لپاره جدي ګواښ ګنلی.