د فلسطین بشر حقونو مرکز: د اسرائیلو بریدونو کې تر ۱۲ زرو زیاتې ښځې شهیدانې شوې
د فلسطین بشر حقونو مرکز د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت په خپل راپور کې ویلي، غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۲ زره او ۳۱۶ ښځې په نښه شوې دي.
د یاد مرکز په راپور کې ویل شوي، د دغو ښځو له ډلې یې ګڼ شمېر په ډېرې وحشیانه او بې رحمۍ شهیدانې شوې دي.
غزه کې په تېرو ۱۵میاشتنۍ جګړه کې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري په پرلپسې بریدونو کې تر ۱۶۰ زرو زیاته ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له دې ډلې یې تر ۱۲ زرو زیاتې ښځې دي.
دغه په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۷زره ماشومان هم شهیدان شوي دي.
سږ کال داسې مهال نړېوال او د بشر حقونو مدافعین د ښځو نړېواله ورځ نمانځي چې غزه کې اشغالګر رژيم د بشر حقونو هر ډول پولې ماتې کړلې، خو د بشر حقونو تش په نوم مدافعین یې پر وړاندې چپ دي.