د واشنګټن او مسکو د اړیکو نوی فصل؛ امریکا پر روسیې د تحریمونو لغوه کولو هوډ لري

د واشنګټن او مسکو د اړیکو نوی فصل؛ امریکا پر روسیې د تحریمونو لغوه کولو هوډ لري نړۍ
انځور ارشیف

الجزیرې د بلومبرګ له قوله خبر ورکړی، چې واشنګټن هوډ لري پر روسیې خپل لګېدلي تحریمونه لغوه کړي هغه اقدام چې له اروپا سره به د امریکا اړیکې نوي کړکېچ ته دننه کړي.

 بلومبورګ ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکاران د دې اقدام د څېړلو په حال کې دي، چې د اوکرایین سولې پروسه کې د پرمختګ په صورت کې به پر روسیې بندیزونه کم او یا بشپړ لغوه شي. 

دغه اقدام به د واشنګټن او د هغه د اروپایي هېوادونو په اړیکو کې د نوي کړکېچ لامل هم شي. 

د یادونې ده، د امریکا له لوري د اوکرایین سولې پروسه کې د اروپا حذف د دغو دوو پخوانیو متحدینو اړیکي نوې بحراني مرحلې ته دننه کړې، چې د اورپایي هېوادونو مشرانو تل پرې نیوکه کړې.

تړلي موضوعات