د عراق له یوه زندانه دوه افغان کډوال راخوشې شول
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وازت ویلي، د عراق په یوه زندان کې بندي دوه افغانان تېره ورځ له بنده ازاد او بیرته خپل هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت د نیمروز ولایت د سرحدي امریت د معلوماتو په اساس ویلي، یادو کسانو څلور میاشتې وړاندې هڅه کوله، چې د ایران له لارې عراق ته په ناقانونه توګه ولاړ شي، خو د عراقي پولیسو له لوري نیول شوي دي.
دغو افغانانو د عراق بصرې ښار په یوه زندان کې درې میاشتې د بند موده تېره کړې.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په هڅو نن سهار د پاکستان سند ایالت له بېلابېلو زندانونو هم ۱۲ تنه افغانان ازاد او بیرته هېواد ته راستانه شول.