بهر مېشتو افغانانو ته د اسان خدمت له لارې زرګونه پېژندپاڼې وېشل شوې

بهر مېشتو افغانانو ته د اسان خدمت له لارې زرګونه پېژندپاڼې وېشل شوې افغانستان
له هېواده بهر مېشتو افغانانو ته د اسان خدمت له لارې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش خدمات

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، متحده عربي امارتو کې یې بهر مېشتو افغانانو ته د اسان خدمت له لارې ۳زره ۷۰۰ پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دغې ادارې د خبر له مخې د اسان خدمت له لاري یې ۲۷۰ تنو ته د الکټرونیکي تذکرو له وېش وروسته او ۶۵۰ نورو ته یې د کاغذي پېژناڼو د اصلاح خدمتونه هم وړاندې کړي.

د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اسان خدمت مدیر نعمان اکبر ویلي، په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ تنه ورته مراجعه کوي.

ښاغلي اکبر ویلي، یاد مرکز ته په کاناډا، امریکا، اروپایي هېوادوو او متحده عربي امارتو کې مېشت افغانان د خپلو تذکرو او هویتي ستونزه د حل په موخه مراجعه کوي.

د یادونې ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ په برخه کې د خپلې ژمنتیا پر اساس د روان کال په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز پرانېست، چې بهر مېشتو هېوادوالو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

تړلي موضوعات