قاهرې ته د حماس لوړ پوړی پلاوی رسېدلی
مصر غزه کې د اوربند دوهم پړاو د ټینګېدو په اړه د حماس جهادي غورځنګ له لوري د یوه پلاوي د رسېدو خبر ورکړی دی.
الجزیرې تلوېزیون د مصر دولتي مطبوعاتو له قوله ویلي، دغه پلاوی پرون جمعه قاهرې ته رسېدلی او مصري چارواکو غزه کې د اوربند دوهم پړاو د ټینګېدو په اړه له امریکايي او قطري اړخونو سره تماسونه نیولي دي.
عربي رسنیو ویلي، مصر ته د حماس پلاوي سفر موخه غزه کې د اوربند دوهم پړاو ټینګېدو یو منلی تړون او غزې ته د بشري مرستو لپاره د سرحدي لارو پرانېستل دي.
هېره دې نه وي، چې غزه کې د اوربند لومړي پړاو پای ته رسېدو سره سم اسرائیلو غزې ته د بشري مرستو تلونکې لارې وتړلې چې موخه یې پر حماس فشار و، تر څو اړ شي پرې خپل فرمایشات ومني.
سرچینه وايي، اسرائیل د بشري مرستو د بندېدو سربېره د نور سختو اقداماتو ګواښ هم کوي چې د نسل وژنې د بیا پیلېدو لامل کیږي.