هیڅوک نشي کولی د ښځو حقوق تلف او یا هغوی ته په بده سترګه وګوري

هیڅوک نشي کولی د ښځو حقوق تلف او یا هغوی ته په بده سترګه وګوري افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د مارچ اتمې د ښځو نړېوالې ورځې په مناست ویلي، مېرمنې زموږ میندې، خوندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي. کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته ورکړي اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ښځو عفت، غزت او شرعي حقوق د امارت لومړیتوب دی او اوس افغان مېرمنې له فزیکي او رواني اړخه تر بل هر وخت خوندي ژوند کوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالي مخه نیول شوې او هیڅوک نشي کولی د ښځو حقوق تلف او یا هغوی ته په بده سترګه وګوري.

نوموړي همداراز ویلي، د اسلامي امارت محاکمو او نورو اړوند ارګانونه مکلف دي چې د ښځو د حقونو خوندیتوب کې ټوله هڅه وکړي او د هغوی د زوجیت اختیار خوندي کړي.

ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي، د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغان میرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي او د افغان میرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لري، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري.

تړلي موضوعات