ټرمپ امریکا ته د افغانانو او پاکستانیانو په ورتګ بندیز لګوي

ټرمپ امریکا ته د افغانانو او پاکستانیانو په ورتګ بندیز لګوي نړۍ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د راتلونکې اوونۍ له پيله متحده ايالاتو ته د افغانانو او پاکستانيانو په ورتګ بنديز ولګوي.

سرچينو ويلي، چې په افغانستان او پاکستان سربېره ځينې نور هېوادونه هم شته چې په وګړو به يې امريکا ته په ورتګ بنديز پورې شي، خو د معلوماتو د نه شتون له امله د نورو هېوادونو نومونه نه دي ښودل شوي. 

رويټرز زياته کړې، چې څلورو سرچينو ورته په دې اړه معلومات ورکړي دي.

يوې سرچينې ويلي، چې د بهرنيو چارو د وزارت هغه دفتر چې د کډوالو د بيا مېشتېدنې څار په غاړه لري، هڅې کوي چې د کډوالۍ د ځانګړو وېزو لرونکو ته له دې تور لېسته د معاف کېدو فرصت ترلاسه کړي، خو «تمه نه کېږي چې د دې وېزو لرونکي هم معاف شي».

د رسنيو له راپورونو سره سم تر ۲۰۰زرو پورې منتظر افغانان شته چې يا متحده ايالاتو کې د بيا مېشتېدو هوکړه ورسره شوې او يا د کډوالۍ ځانګړې ويزې لري. په دوی کې زرګونه هغه افغانان هم دي، چې افغانستان باندې د امريکا د ۲۰ کلن يرغل په اوږدو کې يې له امريکايي پوځ سره په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

د يادونې وړ ده چې ټرمپ د خپلې تېرې دورې پر مهال هم د اوو هېوادونو په کډوالو امريکا ته په ورتګ بنديز لګولی و، خو وروسته جوبايډن په ۲۰۲۱ کال کې دا بندیز لرې کړ او دا يې د «وطني ضمير لپاره شرم» وباله.

تړلي موضوعات